IQNA

په بورکینافاسو  کې پر جومات خونړئ برید شوی

15:17 - January 14, 2023
د خبر لمبر: 3486744
ایکنا-(تهران)د بوکینافاسو په شمال ختیځ کې وسلوالو یرغلګرو په یوه یوه جومات باندې په حملې کې  ننه لمونځ ګوزار ووژل.

 

 

ایکنا خبری آژانس د عمق المغربی له قوله راپور راکړ،دځاي شاهدانو په وینا وسلوالو کسانو وړمه ورځ مازدیګر کابو شپږبحې په اتو موټرسائيکلو سره په ساحل سیمې کې د والاګونټو سره نزدې په ګلګونتو کلي یرغل وک ړ او په جومات کې موجود لمونځ ګوزارو ئې ناتار جوړ کړ چې په نتیجې کې ئې نهه لمونځ ګوزار شهیدان  او یو شمیر نوره هم ټپیان شوي دي. وئيل کیږي،چې یرغلګرو په پیل کې میرمنې او ماشومان له خلکو جلا کړل څو لمونځ ګوزار قانع کړي چې  له له خپلې عقیدې لاس واخلي.

وئيل کیږي ،په پیل کې د جومات له امام سره خبرې شوي،خو د جماعت د امام د دوي غوښته ونه منله  او یرغلګرو هم په  دوی ناتار جوړ کړ او په ټکه  او بوږنونکي ډول ئې ووژل.د ځاي سرچینو په وینا،له غمیزې وروسته ډيری ځاي اوسیدونکو له هغه ځایه پښې سپکې کړي  او نورو سیمو ته ئې پناه وړې ده.

تیرې اونۍ راهسې والاګونتو سیمه چې له نیجر سره په پولې واقع ده ،ددغې سیمې په ایساکن ښار کې د طلا ستر کان دی چې د ترهه ګرو له یرغلونو سره مخ شوې ده.بورکینا فاسو په تیره بیا  شمالی نیمه سیمه ئې له ۲۰۱۵ کال څخه له القاعدې او داعش ترهه ګرو ډلو سره اړونده  تکفیری ترهه ګرو ډلګیو  له خوا له زیاتیدونکو حملو سره  مخ شوې ده . په دغو حملو کې په میلیونونو کسان  کډه په سر شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4114443/%D8%A

captcha